زمونږ ملائی نه منی
غلام مصطفی بیدار غلام مصطفی بیدار

> ویل به ملا جان چی زه ځمه کابل جان ګتم
> زه خپل جوماتونه ، زیارتونه، امامان ګتم
> زه په سه دکان کی عاشقان اوعارفان ګتم
> زه له مدرسونه خواره شوی طالبان ګتم
> زه له ملحدانو شریعت ګتم ، قرآن ګتم
> زما باوربه نه راته
> ویل به ملا جان دغه دنیا خوتیریدونکی ده
> ټوله مافیها په دی فانی کی ختمیدونکی ده
> دا د قدرتونو ډنډوره تمامیدونکی ده
> ورځ د عرصات او د محشر رارسیدونکی ده
> زه په خپل جهاد کی تشه خوښه د سبحان ګتم
> زما باوربه نه راته
> ويل به ملا جان زه دﻻلونو تمه دار نه يم
> زه يو مجاهد يم زه شوقي د اقتدار نه يم
> زه مامور ده شرعي يم زه دهيچاه صوبه دارنه يم
> زه دپرنګيانو دپلانونو ټيکه دارنه يم
> زه د روس له پوځه پاکه خاوره د افغان ګتم
> زما باوربه نه راته
> ويل به ملا جان زه چي دا دومره آذانونه کوم
> چرګ د ډيران نه يم زه مخلوق ته آوازونه کوم
> زه له روح الله سره په عرش کی پروازونه کم
> زه له چا څه نه غواړم په خداي باندي نازونه کم
> زه له کافرانو آزادی د مسلمان ګتم
> زما باوربه نه راته
>
> راشه اوس يي ګوره ملا جان چه څه نخري کوي
> خلک سره وژني دي پي خاندي مسخري کوي
> تښتي له جوماته مقتديانو ته پلمي کوي
> ټول هيواد يي چور کړ او لا ناست دي مسئلي کوي
> هره ناروا  ،روا کوي خپلي چړچي کوي
> راشه ملا وګوره
> اوس ملا حاکم شو سرغنه د جلادانو شو
> دوست د کافرانو شو، دښمن دمومنانو شو
> نيم ديهوديانو شو نيم نور د سعوديانو شو
> زيات دپاکستان شو يو څه کم د ايرانيانو شو
> اوس دا خيرات خور د ډالرو تفالي کوي
> راشه ملا وګوره
> اوس واعظ د شهر پيش امام د شيِطانانو دی
> خنډ د صادقانو ملاتړ دخاينانو دي
> قتل د حسين ته تیغ بردار د يزيدانو دي
> دوست د هر دښمن دي او دښمن دافغانانو دي
> ناست دي د وطن د خرڅولو قبالي کوي
> راشه ملا وګوره
> وايي ملا جان چي زه غازي يمه تورزن يمه
> زه واکدار دژوند او قتلولو د هر تن يمه
> تخت او تاج مي خپل دي زه مالک د دي وطن یمه
> کوز به تری نه نشم په چوکی باندی مین یمه
> اوس په خیټه موړ شو نوي نوي توطئ کوي
> راشه ملا وګوره
> خلک ورته وايي ملا ورشه جوماتونو ته
> مه تړه ورتړه ټوپکونو ته بمونو ته
> ټينګ شه عبادت ته رياضت ته آذانونوته
> دادنیا فانی ده ، ځان تيار کړه جنتونوته
> ځان رسوه حوروته غلمانو ته جامونو ته
> زمونږ ملائی نه منی
> خلک ورته وايي ورور ي ښه ده آمان ښه ده
> ناسته دمؤمن ښه ده ملاتړ د مسلمان ښه ده
> بيا تر هر پردي نه دخپل کور کلي افغان ښه ده
> دي ګردي دنيا نه يو بڅري د ايمان ښه ده
> مه خلاصوه لاره دتباهي ولسونو ته
> زمونږ ملائی نه منی
> خلک ورته وايي افغانان په پردو مه وژنه
> دغه خوار وګړي دايران په پيسو مه وژنه
> داخواره واره د پاکستان په بمو مه وژنه
> دغه دينداران دبي ديني په پلمو مه وژنه
> وګوره قران ته پاک الله ته کتابونو ته
> زمونږ ملائی نه منی
> زه خپله قاضي يم هم قانون يم هم سرکار يمه
> زه د رسولانو د ميراث سلسله دار يمه
> زه د جنتونو د ويشلو ټيکه دار يمه
> ولس وايي لږ پام کوه زمونږ ماتو سرونوته
> زمونږ ملائی نه منی
> زمونږ ملا اوس مخامخ د دين سوداګري کوي
> تللي په پنجاپ کي زمونږ د خاوري بيپاري کوي
> نوي وهابي شوي د ...؟ سره ياري کوي
> ووته ميدان دډالرو جواري کوي
> اوس قومندان شوي بله ورځ به خرکاري کوي
> چوپ شه چاته مه وايه !
>
 دا شعر وهغه چاته ‌ډالی ده چی له اسلام له مقدس نوم ،
> ملا، طالب او مجاهد له نومه قدرت ته د رسیدو په تمه وی او برناحقه
> انسانان وژنی او پری یی تجارت پیل کړی.


November 15th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان